طالبان: له ایرانه اکثره ایستل کېدونکي افغان کډوال فزیکي او رواني شکنجه شوي

ارشیف: د هرات په اسلام‌قلعه بندر کې له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال

د هرات په اسلام قلعه بندر کې د طالبانو سرحدي چارواکي وایي، له ایرانه اکثره ایستل کېدونکي افغان کډوال فزیکي او رواني شکنجه شوي دي.

په دغه بندر کې د بېرته ستنېدونکو د نوملیکنې مسوول عبدالغني قاضي‌زاده فرانس پرېس اژانس ته ویلي، هره ورځ شاوخوا درې زره افغانان له ایرانه ایستل کېږي.

دغه اژانس نن چهارشنبه په یوه راپور کې د قاضي‌زاده په حواله دغه راز ویلي چې ۹۰ سلنه دغه افغانان په زور او پاتې لس فیصده یې په خپله خوښه ستنېږي.

د کډوالو د فزیکي شکنجې د څرنګوالي ډېر معلومات نه دي خپاره شوي.

له ستنېدنکو افغانانو سره چې د ښه ژوند هیلې يې مړاوې شوي، په سرحد کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د نفر سر دوه زره افغانۍ مرسته کوي.

دغه مرسته یوازې کورنۍ لرونکو کډوالو ته ورکول کېږي او هغه کس چې یوازې وي، له دې کمو پيسو بې برخې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو په وار وار ویلي، بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستنوي.