ټرمپ ته د ایران له‌خوا د هغه د وژنې لپاره د احتمالي خطرونو اړوند معلومات ورکړل شوي

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ

د امریکا استخباراتي چارواکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ته د ایران له لوري د هغه د وژنې لپاره د احتمالي خطرونو اړوند معلومات ورکړل.

دا خبره د ټرمپ انتخاباتي کمپاین پرون په یوه بیان کې اعلان کړه.

د بیان له مخې استخباراتي مامورینو ته معلومه شوې چې په تېرو څو میاشتو کې د ایران له‌خوا پېښ ګواښونه زیات شوي او د حکومت چارواکي د ټرمپ د خوندي ساتلو او د ولسمشرۍ پر انتخاباتو د دې ګواښونو د اغېز د له منځه وړلو لپاره کار کوي.

په نیویارک کې د ایران دایمي استازولۍ په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې، خو تهران مخکې له دې د امریکا په کورنیو چارو کې د لاسوهنو اړوندې ادعاوې رد کړې دي.