اسراییلو په لبنان کې د حزب‌الله یو مهم قوماندان وژلی

په لبنان کې د اسراییلو د بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

اسراییلو په لبنان کې د هوايي حملو پر مهال پرون د حزب‌الله یو مهم قوماندان وواژه.

داسې مهال چې د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ د بشپړې جګړې وېره شته، حزب‌الله چې متحدایالات یې یوه تروریستي ډله بولي، پرون د اسراییلو پر لور لسګونه راکټونه وتوغول.

په دې حملو کې د چاودېدونکو موادو د جوړولو یوه فابریکه په نښه شوه او لسګونه کورنۍ ځانګړو پټنځایونو ته تلو ته اړې شوې.

اسراییلو بېګا ناوخته وویل چې الوتکو یې د لبنان په جنوبي سیمو او په شمال کې په بېکا سیمه کې د حزب‌الله د وسلو او توغندیو پر زېرمه تونونو پراخې حملې کړې دي.

د اسراییل د تېرو دوو ورځو په حملو کې د لبناني چارواکو په وینا، له ۵۶۰ ډېر کسان وژل شوي او د جنوبي سیمو زرګونه اوسېدونکي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.