د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د قطر وګړي له ویزې پرته متحده‌ایالاتو ته سفر کولای شي

د دوحې یوه څنډه

قطر پرون په هغه لېست کې دوهم اسلامي هېواد شو چې وګړي یې کولای شي له ویزې پرته متحده‌ایالتونو ته سفر وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې قطر د امریکا لپاره یو استثنايي شریک دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي په تېرو څو کلونو کې پیاوړي شوي دي.

قطر چې په غزه کې د اوربند لپاره په خبرو کې یې مهمه ونډه درلوده او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې او وروسته د امریکا اصلي شریک و، د نړۍ ۴۲ هېواد شو چې په دې لېست کې ځای ورکړل شوی دی.

اکثر هېوادونه چې وګړي یې متحده‌ایالتونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي په اروپا او آسیا کې د واشنګټن پخواني متحدان دي، خو د جنوب ختیځې آسیا کوچنی هېواد برونای چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي له قطر مخکې په دې لېست کې و.