په لبنان کې د اسراییلو د هوایي بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر۵۶۴ ته رسېدلی

په لبنان کې د اسراییلو بریدونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د لبنان روغتیایي چارواکو پرون سې شنبې وویل چې د دې هېواد په جنوب کې د حزب‌الله پر اهدافو د اسراییلو د وروستیو دوو ورځو د هوایي بریدونو په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر۵۶۴ ته رسېدلی دی.

په عین حال کې په غزه کې روغتیایي چارواکو د اسراییلو په وروستیو هوایي بریدونو کې د لږترلږه شلو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

له کله چې په غزه کې جګړه پیل شوې، د حزب‌الله او اسراییل ترمنځ نښتې تبادله شوې، خو اسراییل اوس ژمنه کړې چې له ټولو امکاناتو به کار واخلي څو حزب‌الله له خپلې پولې لیرې کړي.

اسراییل د دوشنبې په ورځ د لبنان پر جنوب او ختیځ په سلګونو هوایي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې په زرګونو کسان اړ شوي چې له خپلو کورونو نورو ځایونو ته کډه شي.

د اسراییل د پوځ په وینا، پرون سې شنبې له لبنان څخه د دې هېواد پر جنوبي سیمو څه باندې درې سوه توغندي ویشتل شوي دي.