بایډن: پوتین پر اوکراین د یرغل د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د وینا پر مهال

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرون سې شنبې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین د یرغل د هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی او د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو یې وغوښتل چې له کییف څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

بایډن وویل، پوتین اوکراین ویجاړ کړی، خو دا هېواد تراوسه آزاد دی.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي چې د بایډن د وینا پر مهال یې په تالار کې حضور درلود له دې مخکې د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې غوښتي وو چې پر هېواد یې د روسیې د بریدونو په اړه خبرې وکړي.

بایډن همدارانګه په غزه کې د جګړې په اړه له اسراییل او حماس څخه وغوښتل چې د اوربند لپاره هغه موافقه نهایي کړي چې واشنګټن پرې له قطر او مصرسره څو میاشتې کار کړی دی.

هغه همدارنګه پر لبنان وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشاره په سیمه کې د جګړې د لا پراخېدو پر وړاندې خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه چې یوه بشپړه جګړه د هیچا په ګټه نه‌ده.

دا د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د امریکا د ولسمشر په توګه د بایډن وروستۍ وینا ده.

هغه د امریکا د ولسمشرۍ له راروانو انتخاباتو په شا شوی او مرستیاله یې کامالا هاریس دغو انتخاباتو ته چې ټاکل شوې، د نومبر په پنځمه نېټه ترسره شي، درېدلې ده.