سي‌پي‌جی: طالبان دې د سیاسي بحثونو په اړه پر ژوندیو خپرونو لګول شوی بندیز لیرې کړي

په نیویارک کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا "سي‌پي‌جی"مرکزي دفتر

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یا "سي‌پي‌جی" له طالبانو وغوښتل چې د سیاسي بحثونو په اړه په ژوندیو خپرونو لګول شوی بندیز لیرې کړي.

دې کمېټې پرون سې شنبې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د آسیا د برخې د همغږې کوونکې بیه لي‌یي له قوله ویلي چې د طالبانو له‌خوا نوي محدودیتونه په افغانستان کې د رسنیو د اساسي آزادیو د پای ته رسولو ښکارندوي کوي.

د مېرمن لي‌یي په خبره دغه اقدام د دې هڅه ده چې رسنۍ د طالبانو پر تبلیغاتې وسیلې بدلې شي چې هغه باید یومخ لغوه شي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوو خبریالانو له قوله چې نومونه یې نه‌دي اخیستل شوي، ویلي چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یکشنبې په ورځ د رسنیو یو شمېر مسوولان ورغوښتي وو او هغوی یې له نویو محدودیتونو خبر کړي دي.

د دغو نویو محدودیتونو له مخې، هغه خبریالان چې د سیاسي بحثونو ژوندۍ خپرونې چلوي هر سهار باید د موضوع او د ګډونوالو په اړه یې د طالبانو د مسوولو چارواکو تاییدي ترلاسه کړي او وروسته خپرونې ثبت کړي.

همدارنګه له خپرېدو مخکې یې هم باید طالبان تایید کړي.

له دې مخکې، د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې طالبانو د کارپوهانو او د باور وړ کسانو فهرست چې په سیاسي بحثونو کې ګډون وکړي، رسنیو ته سپارلی دی.