د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه، خو ویې ویل چې دا یوه سخته، خو سمه پرېکړه وه.
بایډن دغه څرګندونې پرون سې شنبې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې کلنۍ غونډې ته په وینا کې وکړې.
بایډن وویل: "کله مې چې د ولسمشر په توګه دنده پیل کړه، افغانستان د ویتنام ځای نیولی او د امریکا په تر ټولو اوږدې جګړې بدل شوی و، هوډ مې کړی و چې دغه جګړه به پای ته رسوم او هغه مې پای ته ورسوله، دا یوه سخته پرېکړه وه اما درسته پرېکړه."
جوبایډن د ۲۰۲۱م کال په دوبي کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ځانوژونکې حمله چې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ زیات افغانان پهکې ووژل شول او مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې ومانه، یوه تراژیدي وبلله.
انتقاد کوونکي د بایډن اداره تورنوي چې له افغانستان څخه په ګډوډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په نتیجه کې یې پخوانی حکومت ړنګ او طالبان بیا واک ته ورسېدل او دا هېواد بیا له یوه ناوړه حالت سره مخامخ شوی دی.