د افغانستان د تېر نظام دوه افسران د امریکا په یوه سیند کې ډوب او مړه شوي

د امریکا د ایریزونا د سیند یوه څنډه

د افغانستان د پخوانۍ ملي اردو دوه افسران د متحدو ایالتونو د ایریزونا د شیپ کراسنګ د سیمې په سالټ ریفر نومي سیند کې ډوب او مړه شول.

۲۵ کلن عبدالمصور خالقي او ۲۷ کلن سلیمان نثاري ، چې د ۲۰۲۱م د اګست په ۱۵ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا ته کډوال شوي وو، د تېرې چهارشنبې په ورځ په سیند کې ډوب شول.

په ایریزونا کې د کډوالو د مرکز موسس جولیانا لارسن د فونیکس فاکس ۱۰ رسنۍ ته وویل چې نثاري او خالقي، چې د تره زامن وو، له طالبانو راوتښتېدل، خو دلته له دې تراژیدۍ سره مخامخ شول.