د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو افغانستان ته د مالي مرستو د بندولو هڅې پیل کړي

د امریکا د کانګرس ودانۍ

د جمهوریپالو د استازو یوه ډله غواړي چې یوه نوې لایحه وړاندې کړي چې پر اساس یې افغانستان ته د امریکا ټولې مالي مرستې په دې خاطر درېږي چې هغوی اندېښنه لري چې دا پیسې د طالبانو لاس ته ورځي

د جمهوریپال ګوند استازي جوش بریچین، چې دا لایحه یې وړاندیز کړې، فاکس نیوز ته وویل، د بایډن او د هغه د مرستیالې ادارې له لوري له افغانستانه د ګډوډ وتلو له کبله افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد او اوس داسې برېښي چې د دوی د مالیه ورکوونکو ډالر د طالبانو په ګټه کارول کېږي.

ده ټینګار وکړ چې دې قانون ته اړتیا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو ډالر نور د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې په غیر مسوولانه ډول نه کارول کېږي.