تاجکستان: افغانستان او ازبکستان ته مو د څه باندې ۸۲ میلیون ډالرو په ارزښت برښنا صادره کړې

ارشیف: په تاجکستان کې د برښنا مزي

تاجکستان وايي، د سږ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې یې افغانستان او ازبکستان ته یې د څه باندې ۸۲ میلیون ډالرو په ارزښت برښنا صادره کړې ده.

د تاجکي رسنیو د راپور له مخې، تاجکستان، دا اندازه د تېر کال د ورته مودې پرتله درې اعشاریه درې یا نږدې درې میلیون ډالره کمه ده.

د دې مودې په لړ کې، د تاجکستان د برښنا تولید شاوخوا ۱۵.۴ میلیارد کیلو واټ ساعتونو ته رسېدلی، چې له دې څخه شاوخوا یو میلیارد کیلوواټ ساعته، یعنې شپږنیم سلنه صادره شوې ده.

د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان او پاتې ۲۰ سلنه یې ازبکستان ته شوي دي.

تاجکستان د ۲۰۲۴م کال لپاره له دغو دواړو هېوادونو سره د برښنا د صادراتو په اړه یو تړون لاسلیک کړ.

تاجکستان خپل لوېدیځ ګاونډي ازبکستان ته یوازې په دوبي برښنا صادروي، خو افغانستان ته ډېره برښنا په مني او ژمي کې صادروي.

افغانستان تر اویا سلنه ډېره مصرفي برښنا له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.