اسراییلو هوايي بریدونه؛ لبناني چارواکي: د ۲۱ ماشومانو او ۳۹ ښځو په ګډون لږترلږه ۲۷۴ کسان وژل شوي

د اسراییلو له‌خوا په لبنان کې د حزب الله په مرکزونو د بریدونو یو انځور

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو په هوايي حملو کې د ۲۱ ماشومانو او ۳۹ ښځو په ګډون لږترلږه ۲۷۴ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزیر فیراس اباید نن وویل چې په دې حملو کې له تېرې سه شنبې ورځې راهیسې نږدې ۵زره کسان هم ټپیان شوي دي.

اسراییلو نن اعلان وکړ چې په لبنان کې د ایران پلوې حزب‌الله ډلې پر سنګرونو یې د حملو نوې څپه پیل کړې او د لبنان وګړو ته یې له هغو سیمو څخه د وتلو خبرداری ورکړ چې د حزب‌الله مرکزونو ته نژدې اوسېږي.

اسراییل وايي، حزب‌الله چې د امریکا له خوا د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندل کېږي، په دې سیمو کې د وسلو زېرمې ځای پرځای کړې وې.

د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د لبنان او اسراییلو په سرحد کې کړکېچ دومره پراخېږي.

حزب‌الله ډله د لبنان له جنوبي سیمو څخه د اسراییلو پر خاوره راکټونه توغول.