جنرال محمد عاصم ملک د آی‌ایس‌آی نوی مشر ټاکل شوی

د پاکستان بیرغ

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستانی جنرال محمد عاصم ملک د دې هېواد د پوځي استخباراتي ادارې یا "آی‌ایس‌آی" د نوي مشر پر دنده ګومارل شوی دی.

د پاکستان دولتي خبري آژانس اې‌پي‌پي او دولتي تلوېزیون نن د سپټمبر ۲۳مه راپور ورکړ چې جنرال ملک به د روانې سپټمبر میاشتې له ۳۰مې وروسته د آی‌ایس‌آی د اوسني مشر ندیم انجم پر ځای خپله دنده پیل کړي.

رویټرز خبري آژانس هم د یوې امنیتي سرچینې له قوله دا خبر ورکړی، خو د ازادۍ راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، د پاکستان د صدراعظم دفتر د دې موضوع په اړه تراوسه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.

له ۲۰۲۱م کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د دې مهمې ادارې مشر بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د آی‌ایس‌آی پخوانی مشر جنرال فیض حمید څه وخت مخکې د پاکستان د لیرې کړل شوي صدراعظم عمران خان چې اوسمهال په بند کې دی، د سیاسي اهدافو د ملاتړ په تور ونیول شو.