یو امریکایی او دوه روسي ستورمزلي له نړیوال فضايي مرکز څخه ځمکې ته ستانه شول

یو امریکایی او دوه روسي ستورمزلي چې نن د سپټمبر په ۲۳مه له نړیوال فضايي مرکز څخه ځمکې ته ستانه شول.

یو امریکایی او دوه روسي ستورمزلي نن د سپټمبر په ۲۳مه له نړیوال فضايي مرکز څخه ځمکې ته ستانه شول.

د روسیې د فضايي تحقیقاتو ادارې روسکوسموس‌‌ ‌نن اعلان وکړ چې د سیوز فضايي کپسول چې درې واړه ستورمزلي په کې وو، له نړیوال فضايي سټېشن څخه تر جلا کېدو او څه باندې ۳۱ ساته مزله وروسته د قزاقستان په ورشوګانو کې پر ځمکه کېناست.

روسي ستورمزلي مېرمن اولګا کونو نېنکو او نیکولای ښوب په فضا کې د ۳۷۴ ورځو له تېرولو وروسته ځمکې ته ستانه شول چې دا په فضا کې د پرله‌پسې ډېر وخت د تېرولو نوی ریکارډ دی.

امریکایی ستورمزلی ټریسي ډایسون چې شپږ میاشتې یې په فضا کې تېرې کړې هم په سیوز کپسول کې و.

اته تنه فضانوردان چې امریکايي بوتچ ویلمور او سني ویلیامیز هم په کې دي، لا هم په نړیوال فضايي سټېشن کې پاتې دي.

ویلمور او ویلیامز لومړني ستورمزلي وو چې په تېره جون میاشت کې د بویینګ په نوي سټارلاینر کپسول کې فضايي سټېشن ته وختل، خو ناسا پرېکړه وکړه چې د بېرته ستنېدو پر مهال به یې په سټارلاینز کې نه راکوځوي، ځکه د دوی په باور دا کار کېدای شي ډېر خطرناک وي.