ایراني سندرغاړي "شروین حاجي‌پور" ته بخښنه شوې

د ګرامي ایوارډ په نوم د موسیقۍ د معتبرې جایزې ګټونکی ایرانی سندرغاړی شروین حاجي

د ګرامي ایوارډ په نوم د موسیقۍ د معتبرې جایزې ګټونکی ایرانی سندرغاړی شروین حاجي‌پور وايي چې چارواکو د ده قضايي دوسیه تړلې او بخښنه ورته شوې ده.

حاجي‌پور، چې د ’"برای" په نوم سندره یې د ۲۰۲۲م کال د پراخو مظاهرو پر مهال ډېره مشهوره شوه او له دې کبله د حبس له احتمالي حکم سره مخامخ و، نن پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې دا خبر ورکړ او ورسره یې لیکلي چې هیله من دی د ده نسل به داسې یو ژوند وکړای شي چې حق یې دی.

د ایران یوې محکمې په تېره مارچ میاشت کې ۲۷ کلن حاجي زاده د ملي امنیت پر ضد د پارونو او د رژیم پرضد د تبلیغ په تور په درې کاله او اته میاشتې بند محکوم کړ.

نوموړي ته دا امر هم شوی و چې باید د امریکا د بې رحمیو په اړه هم یوه سندره جوړه کړي.

"برای" یا لپاره سندره د ښځې، ژوند او آزادۍ په نوم د هغو مظاهرو په اصلي سرود بدله شوه چې د ګشت ارشاد پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژل کېدو په اعتراض کې په ټول ایران کې پیل شول.