خیبرپښتونخوا کې د بهرنیو ډیپلوماتانو موټریز کاروان ته څېرمه برید؛ ټي‌ټي‌پي په کې لاس لرل رد کړل

په سوات کې د بهرنیو ډیپلوماتانو موټریز کاروان ته څېرمه د برید له کبله د پولیسو زیانمن شوی موټر. په پېښه کې یو پولیس افسر وژل شوی او څلور ټپیان دي.

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د پولیسو د موټرو پر هغه کاروان په حمله کې لاس لرل رد کړي چې بهرني ډيپلوماتان یې بدرګه کول.

د دې برید پړه کومې ډلې نه وه منلې، خو د ټي‌‌ټي‌پي‌ ویاند محمدخراساني نن په یوه بیان کې د سړک د غاړې بم په وسیله په دې چاودنه کې د خپلې ډلې لاس لرل رد کړل.

د خیبرپښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې په پرونۍ چاودنه کې د پولیسو یو افسر ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.

دې پولیسو د هغو ۱۱ ډيپلوماتانو امنیت نیولی و چې د یوې کاري غونډې لپاره سوات ولسوالۍ ته تللي وو.

په دوی کې د روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، بوسنیا هرزګووینا، زیمبابوې، اندونیزیا، ایتیوپیا، ویتنام، روانډا او پرتګال ډيپلوماتان شامل وو.

د پاکستان د تروریزم ضد ځواکونه په سوات دره کې پراخ حضور لري، ځکه دې سیمې ته له پخوا راهیسې د وسله‌والو فعالیتونو د لوی مرکز په سترګه کتل کېږي.

اسلام‌آباد ادعا کوي چې پاکستاني طالبان د افغانستان له خاورې په پاکستان کې حملې کوي خو افغان طالبانو او ټي‌ټي‌پي دا ادعاوې رد کړې دي.