د اسراییلو پوځ د حزب‌الله پر مرکزونو نوي بریدونه پیل کړي

په لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو د اسراییلو بریدونه

د اسراییلو پوځ نن دوشنبه په لبنان کې د حزب‌الله پر مرکزونو نوي بریدونه پیل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د اسراییلو د پوځ په حواله ویلي، دوی دا بریدونه وروسته تر هغه پيل کړل چې ورته معلومه شوه، حزب‌الله پر اسراییلو د یوه برید چمتووالی نیسي.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دوی د لبنان په جنوب کې ځایي اوسېدونکو ته پيغام ورکړی چې د حزب‌الله له سنګرونو څخه لرې ولاړ شي.

هګاري یوه خبري کانفرانس ته که څه هم ونه ویل چې لبنان کې ځمکنۍ جګړه پيلوي او که‌نه، خو زیاته یې کړه، هر هغه څه کوي چې اړتیا یې وي.

له کله چې تېر اکټوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، حزب‌الله د فلسطینیانو په ملاتړ وخت نا وخت پر اسراییلو بریدونه کړي دي.

حزب‌الله چې د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، همدا پرون سهار هم د اسراییلو پر شمالي سیمو څه باندې سل توغندي وویشتل.