په البانیا کې "بکتاشي مسلمانانو" ته خپلواک دولت جوړېږي

د البانیا صدر اعظم ایدي راما

د البانیا صدر اعظم ایدي راما وایي، هېواد یې غواړي په پلازمېنه تیرانا کې مېشت "بکتاشي مسلمانان" په یوه خپلواک دولت بدل کړي.

ښاغلي راما د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته وویل چې دا کار د منځلاریتوب، زغم او ګډ سوله‌ییز ژوند د دودېدو لپاره کوي.

هغه په خپلو خبرو کې د زغم او یو بل منلو ځینو بیلګو ته هم اشاره کړې او ویلې يې دي، هېواد یې په دوهمه نړیواله جګړه کې یهود پنا غوښتونکي له نازي جرمنانو وژغورل او پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې افغانانو ته پنا ورکړه.

البانیا چې د غربي بالکان یو کوچنی هېواد دی، دوه اعشاریه څلور میلیونه نفوس لري چې سم نیمایي یې مسلمانان دي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي چې د البانیا د مسلمانانو لس فیصده یې بکتاشي مسلمانان دي او دغه مسلمانان یوه شیعه مذهبه صوفیانه ډله ده.

خبر کې راغلي چې د بکتاشي مسلمانانو حاکمیت به واتیکان ته ورته وي او په اداري او مذهبي چارو کې به له البانیا څخه خپلواک وي.

د بکتاشي مسلمانانو فرقه په ۱۳مه پېړۍ کې د عثماني امپراطورۍ پر مهال جوړه شوه او د ترکیې د جمهوریت تر تاسیس وروسته دغه ډله البانیا ته ولېږدېده.