ملاله یوسفزۍ: د نړۍ مشران دې د افغان ښځو د حقونو غوښتنې واوري

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون شنبې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ودانۍ مخته له یو شمېر ښځو او نجونو سره یوځای شوه چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د غوښتنې لپاره راټولې شوې وې.

ملالې یوسفزۍ پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې د نړۍ مشران دې د نجونو غوښتنې واوري او د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې دې د دوی غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.

اغلې یوسفزۍ په یوه ویډیو کې، چې پر خپله ایکس‌پاڼه یې خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې نجونې له ښوونځیو منع شوي، په غزه کې نجونې تر بمباریو لاندې ژوند کوي او په نایجریا کې نجونې له طبیعي پېښو کړېږي.