د اوکراین هوایي ځواک د روسیې د ۷۱ پیلوټه الوتکو د ویشتلو خبر ورکړ

په خارکییف کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې د برید له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین هوایي ځواک نن یکشنبې وویل چې هوایي دفاعي سیستمونو یې تېره شپه د روسیې له ۸۰ بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۱ ویشتلي دي.

د اوکراین هوایي ځواک دا هم ویلي چې روسیې د اوکراین له لوهانسک سیمې څخه دوه توغندي ویشتلي دي.

خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې توغندي چېرته لګېدلي او آیا د سر او مال تاوانونه یې اړولي او که نه.

په ورته وخت کې د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د هوایي دفاع ځواکونو یې تېره شپه د اوکراین ۱۵ بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.