په افغانانو کې د ژمي لپاره د سبزیو یا سبو وچول د تېرو کلونو په پرتله کم شوي دي.
پیاز، روميان، تور بانجان، شفتل، بامیه هغه سبزیجات دي چې د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي یې له کلونو راهیسې د ژمي لپاره وچوي او بیا استفاده ورنه کوي.
نسرین وايي: کله مې چې واده کړې و خواښې مې دا کار کاوه، خو اوس دنیا پرمختګ کړی او سړې خونې جوړې شوي دي، څه چې په پسرلي کې غواړې، ژمي کې هم پیدا کېږي.
د کابل ښار یوه اوسېدونکې نسرین ازادي راډیو سره خبرو کې په تېره کې د سبزیو د وچولو په اړه خپله کیسه کوي او وايي: "شل یا دېرش کاله وړاندې به خلکو تور بانجان، بامیه او ګندنه وچوله او بیا به یې ژمي کې پخول، ځکه هغه وخت ډېر امکانات نه وو، ویل به یې چې دا د پسرلي سبزي ده. کله مې چې واده کړې و خواښې مې دا کار کاوه، خو اوس دنیا پرمختګ کړی او سړې خونې جوړې شوي دي، څه چې په پسرلي کې غواړې، ژمي کې هم پیدا کېږي."
خو د نيمروز ولايت اوسېدونکې زرمينه بيا وايي، دا دود د امکاناتو د نه شتون او اقتصادي ستونزو له امله کم شوی دی.
هغې وویل: "دا څو کاله کېږي چې موږ د ژمي لپاره رومیان، توربانجان، بامیه او نور شیان نه شو وچولی، ځکه وزګاره یوو، سږ کال خپل ورځنی لګښت هم نه ترلاسه کېږي، دا لا څه کوې، چې د ژمي لپاره سابه وچ کړو."
خو د لوګر ولایت اوسېدونکې ناهيد بیا وايي چې په دغه ولايت کې لا هم يو شمېر کورنۍ د ژمي لپاره سبزي وچوي.
هغه زیاتوي: "په لوګر ولايت کې کومې مېرمنې چې په کور کې دي او بهر دندې نه لري، مجبوره دي کومه سبزي چې خپلو ځمکو کې یې کېږي، هم ورنه په اوړي کې استفاده وکړي او هم یې خپل ژمي لپاره وچه کړي."
تازه سبزي ډېری د بامونو په سر په لویو ټوکرونو لمر ته اچول کېږي وچېږي، یا یې د امېل په شان پېري او ځوړندوي یې چې دا کار ډېر د افغانستان په کلیو او بانډو کې کېږي.
ډاکتران وايي، که چېرې سابه په سمو ځایونو کې وچ نهشي، ممکمن د خلکو تر منځ د ناروغیو لامل شي.
د داخله ناروغیو متخصص داکتر عمران الکوزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سبزیجاتو وچول کومه لویه ستونزه نه رامنځته کوي، خو غذايي مواد په ځانګړې ډول ویټامینسي یې کمېږي. که چېرې سبزیجات په سم ځای کې وچ نهشي او دوړو او خاورې وې نو دا په سبو کیني او د ناروغیو لامل به شي."
د یادونې ده چې افغانان نه یوازې دا چې خپل د ژمي لپاره د تازه سبزۍ د وچولو دود لري، آن غوښه هم وچوي چې دا د دوی له خاصو خوراکونو څخه ده.
خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله دا دود هم په خلکو کې ډېر کم شوی دی.