د ایران په یوه کان کې چاودنې لږترلږه ۳۰ کسان وژلي

د ایران د خراسان جنوبي ولایت په طبس کې د ډبرو سکرو یوه کان کې تر چاودنې وروسته ژغورونکې ډلې د عملیاتو پر مهال لیدل کېږي.

د ایران د خراسان جنوبي ولایت په طبس ښار کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا ویلي، په دې چاودنه کې چې د میتان ګازو د لیک له امله شوې، لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

چاودنه د شنبې په شپه شوې ده.

په پیل کې، ایراني رسنیو د يوه تن د مړينې او په تونل کې د کارګرانو د راګير پاتې کېدو راپورونه ورکړي وو.