اسراییلي ځواکونو په رام‌الله کې د الجزیرې شبکې پر دفتر یرغل وروړ او د هغه د تړلو امر یې وکړ

اسراییلي ځواکونه، چې په وسلو سمبال دي او ماسکونه یې پرمخ دي، د الجزیرې تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې دفتر ته ورننوتي او امر یې کړی چې دا دفتر دې د اوس لپاره تر ۴۵ ورځو پورې بند وي.

د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړ چې اسراییلي ځواکونو نن سهار د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په رام‌الله کې د دې شبکې پر دفتر چاپه اچولې او کارکوونکو ته یې ویلي چې خپل دفتر بند کړي.

اسوشېټېډپرېس اژانس راپور ورکړی چې الجزیرې پر خپل دفتر د اسراییلي پوځیانو د حملو ژوندي تصویرونه خپاره کړل.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونه، چې په وسلو سمبال وو او ماسکونه یې پرمخ وو، د تلوېزیون د ژوندۍ خپرونې په ترڅ کې دفتر ته ورننوتل او امر یې وکړ چې دا دفتر دې د اوس لپاره تر ۴۵ ورځو پورې بند وي.

اسراییلي ځواکونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.