له ایرانه د افغان خبریالانو، پخوانیو پوځیانو او مدافعانو د اخراج د مخنیوي غوښتنه شوې

په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړو د غونډې یو انځور

په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو د فدراسیون چې په ایران کې دېره دی، ځینو غړو، له ایرانه د خبریالانو، پخوانیو پوځیانو او د بشري حقونو د مدافعانو د اخراج د مخنیوي غوښتنه وکړه.

په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو فدراسیون غړو چې ځینې شعارونه یې هم له ځانونو سره لېږدول پرون په یوه غونډه کې له نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې په ایران کې د افغان خبریالانو وضعیت ته پام وکړي او په درېیمو هېوادونو کې د دوی د منلو بهیر ته پام واړوي.

د دغه فدراسیون استازي امین پویا ویلي چې په ایران کې هره ورځ د ژوند فضا تنګېږي او څوک د عدالت غوښتنې غږ نه اوري.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د وږي یا سنبلې پر ۲۶مه ویلي وو، دغه هېواد ته ورغلي غیرقانوني افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

له ایرانه هره اوونۍ په لسګونو کسان یا په جبري ډول یا په خپله خوښه افغانستان ته ستنېږي چې ویل کېږي په هغوی کې پخواني پوځیان هم وي او دغو کسانو ویلي چې افغانستان کې یې ژوند لا په خطر کې کېږي.