په لبنان کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی

په لبنان کې د اسراییلو د برید وروسته د سیمې یو انځور

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په بیروت کې د اسراییلو د هوايي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی.

په وژل شویو کې ۳ ماشومان او اوه ښځې هم شاملې دي.

د اسراییلو پوځ بیا ویلي چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب‌الله ډلې یوه غونډه هدف ګرځولې چې ۱۶ کسان یې په‌کې وژلي دي.

د لبنان حزب‌الله ډلې تایید کړې چې په دې برید کې د دوی یو بل جګپوړی قومندان احمد محمود وهبي هم وژل شوی دی.

مخکې په دې برید کې د احمد عقیل وژنه هم تایید شوې وه.

د حزب‌الله په خبره چې وهبي د تېر کال له اکټوبر راهیسې د اسراییل پر ضد د پوځي عملیاتو مشري په غاړه درلوده.