د جنوبي افریقا د کرکټ له پیاوړې لوبډلې په لومړي ځل د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبلړۍ ګټل په افغانستان کې دننه او بهر په پراخه کچه ستایل شوي دي.
د کرکټ ملي لوبډلې د دغه لوبې تر بري وروسته په لومړي ځل د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د جنوبي افریقا له پیاوړې لوبډلې د لوبلړۍ ګټه په خپل نوم کړه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دغه بری په افغانستان کې دننه او بهر د افغانانو له لوري په پراخه کچه وستایل شو.
د کابل ښار اوسېدونکی محمد بشیر وايي، د کرکټ ملي لوبډلې وروستي بري په افغانستان کې ډېر خلک خوشحاله کړل.
هغه وویل: "ډېره خوشحاله یم چې افغانستان لوبه وګټله، تېره شپه ډېره ښه لوبه وشوه، خدای دې وکړي چې تل داسې ښې لوبې وکړي، په افغانستان کې خلک د لوبې د ګټلو له امله ډېره خوشحاله دي."
د پروان ولایت اوسېدونکی رحمتالله وايي، ویاړي چې افغان لوبډله په داسې شرایطو کې د دوی ته خوښي ورکوي.
رحمتالله وویل: "ډېر خوشحاله یم او د افغانستان په ملي ټیم ویاړم، اوس چې په افغانستان کې حالات ډېر خراب دي، دا یوه ډېره لویه خوشحالي ده."
د بلخ ولایت یوې اوسېدونکې ویسا افغان هم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "چې کله دوی لوبې وګټي نو هغه بیا بېل خوند لري، ځکه همدا اوس یوازې کرکټ دی چې موږ ته خوشحالي راکوي او د افغانانو په شونډو خندا راولي."
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له جنوبي افريقا سره دری يو ورځنۍ لوبې لري چې د لړۍ دوهمه هغه یې پرون جمعه د سپټمبر۲۰مه په لوی توپیر وګټله او په دې ترتیب یې دغه لوبلړۍ په خپل نوم کړه.
په دې اړه نور: کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل له سویلي افریقا لوبلړۍ وګټلهد دغه لړۍ لومړۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر ۱۸مه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې وشوه چې هغه هم افغانستان نسبتاً په لوی توپیر وګټله او ټاکل شوې د دغه لړۍ وروستۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د سپټمبر۲۲مه په همدې لوبغالي کې وشي.
په دې اړه نور: کرکټ؛ افغانستان په لومړي ځل سویلي افریقا ته ماتې ورکړهکه څه هم یادې لوبې د افغانستان په کوربهتوب کېږي، خو افغان لوبډله د معیاري لوبغالو د نه موجودیت او امنیتي ستونزو له کبله تر ډېره نړیوالې لوبې په شارجه او د هند په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پخوانی کپټان اصغر افغان، د کرکټ نړیوالو پوهانو او ګڼو نورو په خپلو ټولنیزو پاڼو کې د کرکټ ملي ټیم وروستی بری ستایلی او ویلي چې افغان لوبډله اوس د دې جوګه شوې څو پیاوړې لوبډلې ماتې کړي.
د کرکټ څارونکي او پوهان له ډلې احمد فرهاد فدايي وايي، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم اوس له هر اړخه په نړۍ کې د یوې پیاوړې لوبډلې په توګه د افغانانو استازولي کوي.
فدايي وايي: په ټوله کې زموږ لوبډله ډېره منظمه شوې، بیټسمینان لرئ، بالران لرئ، سپینران لرئ او دوه وېکټ ساتونکي شته.
فدایي وايي: "په ټوله کې زموږ لوبډله ډېره منظمه شوې، بیټسمینان لرئ، بالران لرئ، سپینران لرئ او دوه وېکټ ساتونکي شته، نور نو په ټیم څه غواړئ؟ الحمدالله هر څه پهکې شته، د چمپین ټرافۍ لپاره چې افغان ټیم ورځي هم دا ډېر ښه پیل و."
له جنوبي افریقا سره د لوبو له دغه لړۍ وړاندې د افغانستان کرکټ د يو ورځينو لوبو لوبډلمشرحشمتالله شهیدي یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې له جنوبي افریقا وروسته به افغان ملي ټیم له "بنګلهدېش، زیمبابوې او وېسټ اینډيز" سره د لوبو لړۍ ولري او هیله یې ښودلې وه چې افغان لوبډله په کې ښه وځلېږي.