لبنان کې د اسراییلو هوايي برید؛ د حزب‌الله د یوه جګپوړي قومندان په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي

په لبنان کې د اسراییلو د شوي هوايي برید وروسته د سیمې یو انځور

اسراییل پرون جمعه د لبنان د پلازمېنې بیروت په یوه ګڼ مېشته سیمه کې په یوه نادره برید کې د حزب‌الله یو جګپوړی قومندان وواژه.

دا په لسیزو کې په بیروت کې تر ټولو خونړی برید وچې د لبناني چارواکو په وینا، لږترلږه ۱۴ کسان په‌کې ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د اسراییل د پوځ ویاند ډانیل هګاري وویل، د بیروت په جنوب کې په دغه برید کې د حزب‌الله د ځانګړي رضوان ځواک مشر ابراهیم عقیل او د دې ډلې لس نورغړي ووژل شول.

حزب‌الله پرون د ورځې ناوخته په یوه بیان کې د عقیل وژل کېدل تایید کړل او هغه یې د دې ډلې یو له لوړپوړو مشرانو وباله.

د حزب‌الله ملاتړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني دا یوه ناوړه حمله او له بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې باید نړیواله ټولنه هغه په کلکه وغندي.

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالي روزمیري ‌ډیکارلو له ټولو هغو هېوادونو چې پر اسراییل او حزب‌الله نفوذ لري وغوښتل چې د شخړو د پراختیا د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي له امریکایي وګړو وغوښتل چې په اوس وخت کې لبنان ته له سفر کولو ډډه وکړي او هغوی چې هلته دې، فوراً دې له دې هېواده ووځي.