د خوست ولایت په غلام خان بندر کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو جګړه پرون له یوې وقفې وروسته د شپې ترناوخته پورې روانه وه.
عیني شاهدانو بېګا ناوخته د جګړې له سیمې ازادي راډیو ته وویل چې تراوسه هم د دواړو خواوو ترمنځ د توغندیو خال خال ډزې روانې دي.
د عیني شاهدانو په وینا جګړې ته له نږدې سیمو څخه ځینې خلک له خپلو کورونو وتلي دي.
د غلام خان بندر کمیسار بلال جان وردګ پرون د جګړې له پیلېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې د ډیورنډ کرښې له بلې خوا د هاوان د مرمیو د لګېدو له کبله یو طالب وژل شوی دی.
دې طالب چارواکي ادعا وکړه چې په جګړه کې درې تنه پاکستاني سرتېري هم وژل شوي دي، خو پاکستاني لوري تراوسه د پرونۍ جګړې او د هغې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
د روانې سپټمبر میاشتې په پیل کې هم د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې وه.