ډیورنډ کرښې ته نږدې بریدونه؛ چارواکي: لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه وسله‌وال وژل شوي

د ډیورنډ پر کرښه د پاکستاني ځواکونه

پاکستاني چارواکو نن جمعه وویل چې افغانستان پولې ته نږدې په څو بریدونو کې لږترلږه اته پاکستاني سرتېري او اووه سخت دریځي وسله‌وال وژل شوي دي.

د جرمني خبري آژانس د راپور له مخې، د پاکستان د استخباراتو سرچینو دې آژانس ته وویل چې تېره شپه د پاکستاني طالبانو یوې ډلې چې په درنو وسلو سمبال وو، په جنوبي وزیرستان کې پر یوې پوځي پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې شپږ سرتېري ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

د دغو سرچینو په خبره، پر پوځي پوستې له برید وروسته نښتو څو ساعته دوام وکړ.

چارواکو ویلي چې دوه نور سرتېري په سیمه کې د پاکستاني سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو په جلا پېښه کې ووژل شول.

پاکستاني چارواکو همدارنګه ادعا کړې چې تېره شپه د وسله‌والو طالبانو د یوې اووه کسیزې ډلې غړي هغه مهال د پاکستاني سرتېرو په ډزو ووژل شول چې د افغانستان له خاورې یې پر پوله د اوښتو هڅه کوله.

دې ته ورته ادعاوې له دې مخکې پاکستاني چارواکو په کراتو کراتو کړې، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغه تل رد کړي او ویلي یې دي چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کار واخلي.