پر کورسک د اوکراین برید؛ زیلینسکي: روسیې دې سیمې ته ۴۰زره سرتېري ځانګړي کړي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وایي، د روسیې په جنوب کې پر کورسک سیمې د اوکراین د برید له کبله د روسیې پوځ اړ شوی چې ۴۰زره سرتېري دې سیمې ته ځانګړي کړي.

ولودمیر زیلینسکي پرون پنجشنبې دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې مسکو او کییف د کورسک سیمې اړوند وضعیت په اړه ضد او نقیضې څرګندونې وکړې.

د روسیې پوځ پرون د ورځې په پیل کې ادعا وکړه چې له سیمې د اوکرایني ځواکونو د ایستلو پر وړاندې جګړه کې یې پرمختګ کړی، خو د اوکراین پوځ وویل چې د روسیې یرغلیز برید یې په شا تمبولی دی.

د اوکراین ځواکونو د اګست میاشتې په لومړیو کې پر کورسک یرغل وکړ چې تراوسه د دې سیمې پر یوې پراخې ساحې کنټرول لري.

د اوکراین ولسمشر ویلي چې کییف د دې سیمې د ساتلو نیت نه لري، خو هغه کولای شي چې د سولې په احتمالي خبرو کې د اوکراین له برلاسیتوب سره مرسته وکړي.