د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې انټوني بلېنکن ته خبرداری ورکړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبې د امریکا د استازیو جرګې جمهوریپالان تورن کړل چې سره له دې چې په دې پوهه دي چې د بهرنیو چارو وزیر په هغو ورځو کې چې دوی یې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه په مکرر ډول استماعیه غونډو ته احضاروي، د ډېرې بوختیا له کبله نه‌شي کولای په‌کې ګډون وکړي، خو دوی بیا هم دا کار کوي.

د اسوشېټېډپرېس خبري آژانس د راپو له مخې، د دې جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال ویلي چې که بلېنکن د دې کمېټې استماعیه غونډې ته حاضر نه‌شي نو دی به یې کانګرس په سپکاوي تورن کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر وویل، دې کمېټې سره له دې چې له مخکې یې ورته ویلي وو چې بلېنکن به په واشنګټن کې نه وی، دوی په یو اړخیزه توګه یوه نېټه ټاکلې ده.

هغه زیاته کړه چې دوی ته ویل شوي وو چې بلېنکن به په دې وخت کې په بل ځای کې وي او د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسۍ د ګټو د خوندي کولو لپاره مهمې غونډې ترسره کوي.

مېلر وویل، د بهرنیو چارو وزارت د بلېنکن د مهالویش په اړه څو اوونۍ دمخه کمېټې ته معلومات ورکړي وو، خو د ده په ټکو ډېر داسې برېښي چې دوی په ښه نیت عمل نه کوي.

د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې راتلونکې اوونۍ د سپټمبر په ۲۴مه انټوني بلېنکن یوې استماعیه غونډې ته احضار کړی چې په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه په ګډوډۍ کې د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د دې کمېټې پوښتنو ته ځواب ووایي.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې بلېنکن له دې مخکې د افغانستان په مسئله کې ۱۴ ځلې د کانګرس په استماعیه غونډو کې ګډون کړی او څلور ځلې د بهرنیو کمېټې پر وړاندې حاضر شوی او هم دې وزارت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اړوند د ډېرو مرکو د متنونو او نورو شواهدو په ګډون نږدې شل زره پاڼو اسناد ورسپارلي دي.