د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د مسکو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

روسیې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

معلومه نه ده چې دغه غونډه څه وخت جوړېږي، خو مسکو فارمټ ۲۰۱۷م کال کې رامنځته شو چې ترڅ کې یې د روسیې، افغانستان، چین، پاکستان، ایران او هند استازي سره جرګه کېږي او مشترکې مسئلې سره څېړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تېر ماښام پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف پرون له متقي سره په کتنه کې هغه ته دا بلنه ورکړې ده.

نوموړي وړاندې لیکلي چې متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت وباله چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو استازو سره خبرې وشي.

روسیې تر دې وړاندې هم د طالبانو چارواکو ته د مسکو فارمټ او یو شمېر نورو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.