لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو دوهمه څپه؛ لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي

امبولانسونه د ارتباطي وسیلو د چاودنو مړه او ټپیان روغتون ته لېږدوي.

په لبنان کې د ارتباطي وسیلو د چاودنو په دوهمه څپه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت تېر ماښام ویلي چې د چاودنو په دوهمه څپه کې ۴۵۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

تر پرونیو چاودنو ۲۴ ساعته مخکې، د سه‌شنبې په ورځ د پیجرونو یا پیغام لېږدونکو درې زره وسیلو د چاودنو له کبله ۱۲ تنه ووژل شول او ۲۸۰۰ نور ټپيان شول.

رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی یاد کړی لیکلي، دا ځل پیجر نه، بلکې یو ډول (لاسي، بې سیمه وسیلې) چاودلي چې له پیجرونو سره یې توپیر درلود.

د حزب‌الله ډلې، چې د اسراییل د څارنې له وېرې پیجر او نورې ارتباطي وسیلې کاروي او دغه راز د ایران حکومت د چاودنو پړه پر اسراییل اچولې ده.

اسراییل تراوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.