ملګروملتونو لوېديځه غاړه کې د اسراييل د حضور په اړه د فلسطينيانو پرېکړه‌ليک تصويب کړ

ملګروملتونو د عمومي اسامبلې نننۍ غونډه

د ملګروملتونو عمومي اسامبلې نن چهارشنبې د فلسطینیانو هغه پرېکړه‌لیک ته رایې ورکړه، چې له اسراییل غواړي، په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې خپل حضور چې هغه غیرقانوني بولي، تر یوکال پورې پای ته ورسوي، خپل ځواکونه وباسي او یهودي مېشت ځایونه تخلیه کړي.

د ملګروملتونو د عمومي اسامبلې چې ۱۹۳ غړي لري، ۱۲۴ غړیو یې دغه پرېکړه‌لیک ته مثبتې او ۱۴ منفي رایې ورکړې او ۴۳ غړیو هم له رایې ورکولو ډډه ورکړه.

پر دغه پرېکړه‌‌لیک د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې داسې مهال رایې واخیستل شوې، چې په غزه کې د حماس په وړاندې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، د اسراییل د جګړې کال پوره کېدو ته نژدې دی.

دغه جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې د حماس وسله‌والو د تېر کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر قلمرو برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا دونیم سوه نور یې یرغمل کړل.

په ملګروملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون د فلسطینیانو د ډیپلوماتیک ماموریت په ملاتړ د دغه پرېکړه‌لیک تصویبېدل شرمونکي وبلل.