له پاکستانه سکاټلنډ ته د رسېدلو ۱۹ افغان نجونو طبي زده‌کړې پیل شوي

د سکاټلنډ بیرغ

په سکاټلنډ کې د هغو ۱۹ افغان نجونو طبي زده‌کړې پيل شوي چې د تېرې اګست میاشتې په ۲۱مه له پاکستانه دغه هېواد ته ورسېدې.

یوه له دغو محصلانو څخه زهرا حسیني ده.

نوموړې فرانس پرېس اژانس ته ویلي، سکاټلنډ ته په رسېدو یې د ډاکترې کېدو ارمان پوره شو.

دغه افغان محصلانې، چې افغانستان کې له پوهنتونه منع شوې وې، د لیندا نورګروف بنسټ له درېیو کلنو هڅو وروسته بریتانیا ته ولېږدول شوې.

۳۶ کلنه لیندا چې یوه سکاټلنډۍ مرستندویه کارکوونکې وه، ۲۰۱۰م کال کې د اسلامپاله ملېشو له‌خوا افغانستان کې وتښتول شوه او بیا د امریکایي ځواکونو له‌خوا د ژغورنې د عملیاتو پر مهال ووژل شوه.

د لیندا تر وژلو وروسته د هغې مور او پلار د هغې په نوم بنسټ جوړ کړ او همدغه بنسټ دغه کابو شل افغان نجونې اوس د تحصیل د دوام لپاره بریتانیا ته غوښتي دي.

طالبانو د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې د نجونو پوهنتونونه وتړل.