پنټاګون: یوه امریکایۍ بې پیلوټه الوتکه د یمن شاوخوا ته نږدې لوېدلې

یوه امریکايۍ بې پیلوټه الوتکه

وروسته له هغې چې د یمن حوثي یاغیانو ادعا وکړه چې په وروستیو ورځو کې یې یو شمېر الوتکې راغورځولي، د امریکا دفاع وزارت پرون سې شنبې وویل چې یوه امریکایۍ MQ-9 Reaper بې پیلوټه الوتکه یې یمن ته نږدې لوېدلې ده.

د فرانس‌پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د دفاع وزارت ویاند جنرال پټ رایډر په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې MQ-9 پرون دوشنبې د یمن په شاوخوا کې را وغورځېده، خو زیاته کړه چې د دغې پېښې په اړه نور جزییات نه لري.

د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د سې شنبې په ورځ وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې یې درې MQ-9 ډرونونه راغورځولي، خو د پنټاګون ویاند په خبري کنفرانس کې دغه ادعا رد کړه.

له دې مخکې پنټاګون په فبرورۍ میاشت کې تایید کړې وه چې یوه MQ-9 بې پیلوټه الوتکه یې چې هم اکتشافي ماموریتونه ترسره کولای شي او هم د حملې لپاره ترې کار اخیستل کېدای شي، د یمن ساحل ته نژدې راوغورځېده.

ویل شوي چې احتمالاً دغه الوتکه به د حوثي یاغیانو پر توغندي رانسکوره شوې وي.