د افغانانو اساسي حقونو ته د درناوي غوښتنه وشوه

د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو ولسمشرانو او د جرمني صدراعظم د غونډې یو انځور

د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو ولسمشرانو او د جرمني صدراعظم د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار وکړ، خو یوځل بیا یې د دې هېواد د وګړو اساسي حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړه.

په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون سې شنبې د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان د ولسمشرانو او د جرمني د صدراعظم اولاف شولڅ د سرمشریزې په پای کې د جرمني حکومت پر خپله ویبپاڼه خپره کړې، دغو مشرانو د یوه امن، سولې او ثبات لرونکي او سوکاله هېواد په توګه د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ټینګو ژمنو یوځل بیا ټینګاروکړ، داسې افغانستان چې د ټولو اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او توکمیزو ډلو د بشري حقونو او اساسي آزادیو درناوي وکړي.

په ګډه اعلامیه کې همدارنګه په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت چې ټول قومونه او مذهبي او سیاسي ډلې په‌کې ګډون ولري، پر اهمیت ټینګار شوی دی.

د منځنۍ آسیا زیاتو هېوادونو په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماتیکي اړیکې ټینګې کړي، خو تراوسه یې د هغه له په رسمیت پېژندلو ډډه کړې ده.

جرمني چې له طالبانو سره مستقیم تعامل نه لري، په دې وروستیو کې یې په یوه بېساري اقدام کې ۲۸ هغه افغانان چې د جرمني د محکمو له‌خوا مجرم پېژندل شوي و، بېرته افغانستان ته واستول.