د میټا د ټکنالوژۍ شرکت چې د فېسبوک د ټولنیزې شبکې خاونده ده، وايي چې پر خپلو پلټفارمونو یې د آر ټي RT او رشیا ټوډې Russia Today خبري شبکې او د روسیې نورې دولتي رسنۍ بندې کړې دي.
میټا په یوه بیان کې ادعا کړې ده چې دا رسنۍ د خپلو پټو نفوذي عملیاتو لپاره پر ټولنیزو شبکو له غولوونکو تکتیکونو کار اخلي.
د میټا د ټکنالوژۍ شرکت ویلي چې پر دې رسنیو د ممنوعیت کار به په راتلونکو ورځو کې عملاً پیل شي.
دا ممنوعیت د روسیې د دولتي رسنیو پر وړاندې د نړۍ د ترټولو لویې ټولنیزې شبکې د اقداماتو د سختېدو څرګندونه کوي.