متقي: هېوادونه باید د افغان کډوالو بشري حقونو ته درناوي وکړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چار سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چار سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې له ځینو دېره سفیرانو او د نړیوالو موسسو له استازو سره په کتنه کې ویلي چې کوربه هېوادونه باید د افغان کډوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

متقي په دې کتنه کې چې ویډیو یې نن د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیااحمد پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې، ویلي چې له افغان کډوالو سره باید ښه چلند وشي څو هغو په مناسب وخت کې او په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

هغه همداراز له مرستندویو هېوادو او د بشري حقونو له ادارو غوښتي چې له افغان کډوالو سره په هېواد کې دننه او بهر مرستې وکړي او د هغوی د حقونو ملاتړ وکړي.

متقي دا څرګندونې داسې مهال د بشري حقونو یادونه کوي چې د دوی خپل حکومت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون د بشري حقونو د موسسو له‌خوا له بشري حقونو، په تېره د ښځو او نجونو له بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن شوی دی.

په عین حال کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون د سپټمبر په ۱۶مه وویل، هغه ډله افغانان چې په غیرقانوني اسنادو ایران ته ننوتي دي، بېرته به افغانستان ته واستول شي.

د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت پولیسو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې شاوخوا ۱۵۰۰ تنه هغه افغان کډوال یې نیولي دي چې د ایراني چارواکو په وینا په دې هېواد کې د استوګنې قانوني اسناد یې نه درلودل.