د منځنۍ آسیا ځینو هېوادونو له طالبانو سره د جرمني د اړیکو عادي کول غوښتي

د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ

د منځنۍ آسیا ځینو هېوادونو د جرمني له صدراعظم اولاف شولڅ څخه غوښتي چې د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي کړي.

د جرمني د خبري آژانس د راپور له مخې دوی دا غوښتنه نن د وږي په ۲۷مه له شولڅ سره په یوه سرمشریزه کې وکړه.

شولڅ د منځنۍ آسیا د پنځو هېوادونو له مشرانو سره د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې کتلي دي.

افغانستان د منځنۍ آسیا له درېیو هېوادو تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره ګډه پوله لري.

د خبر له مخې، شولڅ په دې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان په اړه په تېره د طالبانو له‌خوا پر نجونو او ښځو د لګېدلو پراخو محدودیتونو په اړه په احتیاط سره خبرې کولې.

شولڅ وویل هغه څه چې په افغانستان کې روان دي د زغملو نه دي.

هغه زیاته کړه چې د طالبانو حکومت په نامشروع ډول واکمن شوی او په افغانستان کې اوس مهال هغه څه پېښېږي چې ځوروونکي دي.

جرمني چې دوه لسیزې یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف په چوکاټ کې پوځي ځواکونه لرل، په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو له حکومت سره ترینګلي اړیکي درلودل.