نوي ډيلي له مسلمانو سره د هند د چلند په اړه د ايت‌الله علي خامنه‌ای څرګندونې وغندلې

د ایران لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای

نوي ډيلي له مسلمانانو سره د هند د چلند په اړه د ایران د لوی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای څرګندونې غندلې دي.

خامنه‌ای پرون په یوه وینا کې وویل که موږ په میانمر، غزه، هند یا نورو ځایونو کې د مسلمانانو له کړاوونو بې‌خبره و اوسو، ځانونه مسلمانان نه‌شو بللی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت نن په ځواب د خامنه‌ای څرګندونې د نه منلو وړ وبللې او په یوه بیان کې یې وویل چې د دې څرګندونو اساس ناسم معلومات دي.

بیان زیاتوي، هغه هېوادونه چې په نورو هېوادو کې د اقلیتونو د حقونو خبره کوي، لومړی دې خپل عمل ته وګوري خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټينګار وکړ، چې نوې ډیلي او تهران په خپلو کې پیاوړې اړیکي پالي.