د اسراييل دفاع وزير: ښايي له حزب‌الله ډلې سره يوه پراخه جګړه په نژدې کېدو وي

د حزب‌الله جنګيالي، ارشيف

د اسرايیل حکومت پرون دوشنبه ویلي، د اسرايیل او د لبنان د شیعه ډلې حزب‌الله ترمنځ ښايي یوه بالقوه پراخه جګړه په نژدې کېدو و‌ي.

د اسرايیل دفاع وزیر یواف ګالانت د امریکا د متحده‌ایالتونو له منځ‌ګړي اموس هوخشټاین سره په کتنه کې ویلي، د یوې احتمالي موافقې لپاره وخت ځکه له لاسه په وتلو دی، چې حزب‌الله ډلې د فلسطینیانو له افراطي ډلې حماس سره ځان نژدې کړی دی او د شخړې له ختمولو یې ډډه کړې ده.

د امریکا متحده‌ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

ګالانت په خپلو خبرو کې ویلي، یوازنۍ لار دا پاتې ده، چې د اسراييل په شمال کې خپلو کورونو د بې‌ځایه شویو کسانو بېرته ستنېدل یقیني شي، چې دا کار یوازې په پوځي اقدام کېدای شي.

تر دې مخکې د اسرايیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو هوخشټاین ته ویلي وو، تر هغو چې د اسرايیل په شمال کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه وي، دا امکان نه‌لري، چې د اسرايیل بې‌ځایه شوي کسان خپلو اصلي مېنو ته ستانه شي.

۱۱ میاشتې مخکې په غزه کې د اسرايیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل وروسته تقریباً هره ورځ د اسرايیل د پوځ او حزب‌الله ترمنځ د پولې په اوږدو کې پوځي نښتې کېږي.