مسعود پزشکيان: ايران د جولای مياشتې راهيسې روسيې ته هيڅ‌ راز وسلې نه‌دي ورکړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران نوی ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، له هغه راهیسې چې ده د جولای میاشتې په پای کې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، روسیې ته هيڅ راز وسلې نه‌دي ورکړل شوي.

د ښاغلي پزشکیان له خبرو داسې ښکارېده چې غواړي له متحده‌ایالتونو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو ور پرانیستی پرېږدي.

خو ۶۹ کلن پزشکیان چې ځینې څارونکي د نسبتا معتدل ولسمشر په سترګه ورته ګوري، په عین حال کې د ایران پر دولتي ټلوېزیون د خبرو پرمهال د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه د تهران پر پخواني سخت‌دریځ ټینګار وکړ.

نوموړي وویل، هېواد به یې د دې پروګرام د محدودولو په هدف د لوېدیځ له بندیزونو سره سره له‌دې پروګرام څخه هيڅکله په شا نه‌شي.

پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، په ایران کې دننه او د سیمې په کچه د منځني ختیځ حالات خورا ډېر کړکېچن دي.