فرانسه کې افغان تيکواندوکارې مرضيه حميدي ته د ګواښونو څېړنه پيل شوې

فرانسوي پوليس

فرانسوي چارواکي افغانې تیکواندوکارې مرضيه حمیدي ته د وژنې د ګواښونو په اړه څېړنه کوي.

د پلازمېنې پاریس څارنوالانو پرون (د وږي ۲۶مه) وویل چې د آنلاین کرکې د متخصصانو یوې ډلې په‌دې اړه څېړنې پیل کړې دي.

مرضيه حمیدي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته فرانسې ته کډواله شوې ده ادعا کوي چې، په آنلاین پلاټفورمونو کې په مرګ، تجاوز او نور ځورونو ګواښل شوې ده.

هغې فرانس پرس خبري آژانس ته په یوه بیان کې ویلي، دا غواړي هغه کسان چې دې ته دا ګواښونه کوي وپېژندل شي او محاکمه شي.

د حمیدي مدافع وکیل ویلي، پولیسو تر نامعلومې مودې پورې د دې افغانې تیکواندوکارې لپاره امنیتي تدابیر نیولي دي.

نوموړی وکیل زیاتوي، دی هیله‌من دی چې مېرمن حمیدي ته ګواښ کوونکي به ډېر ژر وپېژندل شي.

مرضيې حمیدي غوښتل د پاریس المپیک په لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي، خو په خپل وزن کې بریالۍ نه‌شوه او له همغه وخته تر اوسه دې ته په ټولنیزو رسنیو کې پاملرنه زیاته شوې ده.