ملاله يوسفزۍ: د افغان نجونو د زده‌کړو حق غوښتنې ته دوام ورکوم

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نجونو د تعلیم فعاله او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وایي، د افغان نجونو د تعلیم د حق غوښتنې ته دوام ورکوي.

نوموړې تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر یوه ویډیویي پيغام کې ویلي چې، دا او نورې فعالانې به د افغان نجونو غږ بدرګه کوي او طالبانو سره به دا حساب کتاب کوي چې ولې يې د نجونو ښونځي تړلي دي.

ملالې یوسفزۍ دغه پيغام د افغان نجونو د ښونځیو د بندېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت خپور کړی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي تر دویم اعلان پورې بند کړل، خو د درې کلونو په تېرېدو لا هم بند پاتې دي.

پر ښونځیو سربېره د نجونو پوهنتونونه هم په افغانستان کې بند شوي، چې له کبله یې د طالبانو حکومت تر کلکو نیوکو لاندې دی.