د فدرالي څېړنو اداره: ډونالډټرمپ د ترور له يوې هڅې روغ وتلی

د نوموړي د ترور دغه هڅه پرون د سپتمبر په پنځلسمه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف کورس نه بهر شوې ده.

د امریکا د فدرالي‌ څېړنو اداره وایي، مخکېنی ولسمشر او راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ترور له یوې هڅې روغ وتلی دی.

رویټرز خبري اژانس د دغې ادارې په حواله لیکلي، د نوموړي د ترور دغه هڅه پرون د سپتمبر په پنځلسمه په فلوریدا کې د ټرمپ د ګلف کورس نه بهر شوې ده.

که څه هم خبر کې د ټرمپ د وژلو د هڅې نور جزیات نه‌شته، خو رویټرز د پولیسو د سرچینو په حواله ویلي چې، له کورسه بهر ډزې شوې دي.

د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مسوولينو هم ویلي، نوموړی هغه ته نژدې له شویو ډزو روغ وتلی، خو جزیات یې نه‌دي ورکړي.

سي‌ان‌ان ټلوېزیون د فلوریدا د ځایي چارواکو په حواله ویلي، مشکوک برید کوونکی نیول شوی دی.

د تېرې جولای میاشتې په نیمایي کې پر ښاغلي ټرمپ په پنسلوانیا کې د یوه ټاکنیز کمپاین پر مهال ډزې وشوې، چې پایله کې يې د هغه غوږ ټپي شو.