عبدالرشيد دوستم د طالبانو په وړاندې د يو موازي حکومت جوړولو غږ کړی

عبدالرشيد دوستم

د افغانستان د مخلوع جمهوري نظام یوه پخواني مرستیال ولسمشر (مارشال) عبدالرشید دوستم د طالبانو په وړاندې د یوه موازي حکومت د جوړولو غږ کړی دی.

دوستم او د طالبانو د مخالفو ډلو اکثرو مشرانو په ترکیه کې د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت عالي شورا جوړه کړې او وخت ناوخته غونډې جوړوي.

پرون هم په ترکیه کې دې غونډې ته په وینا کې عبدالرشید دوستم د موازي حکومت د جوړولو خبره وړاندې کړې ده.

عبدالرشید دوستم ویلي چې، د طالبانو پر ضد به مبارزه کوي او ادعا یې کړې چې کولای شي د طالبانو حکومت مات کړي.

طالبانو لا د دوستم د دې ادعا او څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو د مخالفو ډلو پوځي ملاتړ نه کوي، خو له غیر طالب مشرانو او د طالبانو له سیاسي مخالفینو څخه سیاسي ملاتړ کوي او لیده کاته ورسره کوي.