د بريتانيا او فرانسې ترمنځ د يوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي

د بېړۍ د ډوبېدو د يوې پېښې انځور، چې خلک يې پلټنه کوي.

لږ تر لږه اته کسان هغه مهال مړه شول چې، د غیرقانوني کډوالو یوه وړه بېړۍ د بریتانیا او فرانسې ترمنځ په اوبو کې ډوبه شوه.

دا پېښه نن یک‌شنبې سهار وختي هغه مهال وشوه چې، کډوالو غوښتل له فرانسې څخه په کښتۍ کې بریتانیا ته ولاړ شي.

دوه اوونۍ د مخه، د شپږو ماشومانو او یوې امیندوارې مېرمنې په ګډون دوولس کسان په ورته پېښه کې مړه شول، چې دا د روان ۲۰۲۴ کې تر ټولو وژونکې پېښه وه.

د بریتانیا او فرانسې د بېړۍ چلونې د ادارو د مسوولانو او ساحل ساتونکو په وینا، په وروستیو ورځو کې له‌دې خطرناکو او سړو اوبو څخه د تېرېدو لپاره د ناقانونه کډوالو هڅې زیاتې شوي دي او یوازې د شنبې د ورځې تر پایه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۰ کډوال له کوچنیو بېړیو څخه ژغورل شوي دي.