يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار په باميان کې د قابلو لپاره د يو روزنيز پروګرام د پای ته رسېدو خبر ورکړی

باميان کې د يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار له‌خوا روزل شوې قابلې.

په افغانستان کې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویې کمېشنرۍ "یو‌این‌ایچ‌سي‌ار" د مېندو او ماشومانو د مړینو د کمولو لپاره په بامیان کې د قابله‌ګانو د روزنې پروګرام د فارغانو دوهم پړاو اعلان کړ.

د ملګروملتو دې ادارې پرون شنبې پر خپله ایکس‌پاڼه (پخواني ټویټر) ولیکل چې، د قابله‌ګۍ د زده‌کړې پروګرام یې د اروپايي اتحادیې او همکارو مؤسسو په مالي مرسته اجرا کړی دی.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمېشنرۍ په وینا، دا قابلې هڅه کوي چې په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د مړینو کچه راټیټه کړي.

تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو، چې هره ورځ په افغانستان کې په‌داسې ناروغیو چې تداوي کېدای شي ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مړه کېږي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړی او د راتلونکي لپاره د کادرونو د روزلو هیله يې له‌منځه وړې ده.