د نړۍ اووه سترو صنعتي هېوادونو د ايران له لوري روسيې ته د بالستيک توغنديو لېږل غندلي

د ايران بالستيک توغنديو انځور

د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډ بیان کې د ایران له لوري روسیې ته د بالستیک توغندیو لېږل غندلي دي.

د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده‌ایالتونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي اتحادیې لوی استازي پرون (شنبې) په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې دوی د ایران له‌خوا د بالستیک توغندیو صادرات او د روسیې له‌خوا د هغو پېرودل په کلکه غندي او په‌دې برخه کې به ځانګړي اقدامات وکړي.

شواهد ښیي چې ایران د نړیوالو له بیا بیا غوښتنو سره - سره روسیې ته د وسلو له لېږد لاس نه‌دي اخیستي.

د جي۷ یا اووه سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو زیاته کړه چې، روسیه د بې‌پیلوټه الوتکو په ګډون له ایراني وسلو څخه د اوکرایني ملکیانو د وژلو او د دې هېواد په مهمو زېربناوو باندې د برید لپاره کار اخیستی دی.

دوی په عین جال کې د روسیې تېری د ملګروملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه بللې ده.

دوی په خپل ګډ بیان کې له ایرانه غوښتي چې د اوکراین خلاف د روسیې د نامنصفانه او غیرقانوني جګړې ملاتړ سمدستي پای ته ورسوي او روسیې ته بالستیک توغندي او بې‌پېلوټه الوتکې ونه لېږي.